Banner

دجلان ځاځي غزل

09.10.2007 14:18  شپه ده پخه ، په سپېڅلتوب خبرې ډېرې کوو
 نه په خوب نه ، په مينتوب خبرې ډېرې کوو
 د زلميتوب او پېغلتوب جګړه خوږه جګړه ده
 په زلميتوب ، په پېغلتوب خبرې ډېرې کوو
 پرېږده چې نن اوبه ، اوبه کړو جل وهلې جذبې
 سړيتوب وژنو ، ليونتوب خبرې ډېرې کوو
 اوس چې خبره د ښکلا شوله جلانه ياره!
 نو راته غوږ شه په اريوب خبرې ډېرې کوو ؟

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.